اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) وزیرا??ظم عمران خان د ټولنې کمزور طبقو ښېګړې او حقونو پاسداري د ریاست بنیادی ذمه واري ګرځولو سره وئيلي حکومت د مدينې ري??ست د وژن په رڼا كښې د غریب او کمزور طبقو ښېګړې لپاره صحت سهولت او ”احساس” پروګرام پ??ل كړې، پاکستان يو داسي اسلامی فلاحی ریاست جوړول غواړو چرته چې رحم، انسانیت او انصاف وي، حاجتمندو له آسانيو وركولو لپاره به د يو نظام ترمخه مخ په وړاندې ځو۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په وزیرا??ظم آفس كښې د خاص كسانو لپاره صحت سهولت کارډ جاري كولو دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ دستوره كښې د وفاقی کابینې غړو ، اعلیٰ چارواكو او د ژوند بلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔ دستوره د تلاوت كلام پاك څخه پيل شوه۔په دې مهال د صحت انصاف کارډ د لارې د ټولنې کمزور طبقو له وركړې كيدونكې صحت سهولیات په اړه دستاویزی فلم هم اوښودلې شو۔ وزیرا??ظم عمران خان خاص كسانو له صحت سهولت کارډ وركړل۔ وزیرا??ظم عمران خان دستورې ته په خپل خطاب کښې ووئيل د خلقو پشان د قامونو هم وژن وي٬ پاكستان هم د يو وژن له مخې جوړ شوې٬ مونږ ترې لرې تللې يو۔ ده ووئيل پاكستان له د مدينې ري??ست غوندې اسلامي فلاحي ري??ست جوړېدل ٶ د مدينې ري??ست د جديد وژن په بنياد جوړ شوې ٶ٬ د مدينې ري??ست د انسانيت او انصاف په اصولو جوړ شوې ٶ۔ ده ووئيل د ټولنې د بې وسه طبقو مرسته او دوي لپاره موقعې پېدا كول د ري??ست ذمه واري وي۔ ده ووئيل په بشري ټولنه كښې رحم??لۍ (زړه سواندي) ته ډېر فوقيت ترلاسه دے٬ زمونږ ذمه واري ده چې د لرې پرتو او د بې وسه طبقو مرستيال جوړ شو په دې لړ كښې احساس پروګرام د ډېر سوچ او د بشپړې تيارۍ نه پس پېل كړې شوې دې ٬ پاکستان داسې ري??ست جوړول غواړو چرته چې رحم٬ انسانيت او انصاف وي۔ د دې نه وړاندې د وزيرا??ظم د قامي صحت خدمت خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا دستورې ته وېنا كولو سره ووئيل د اوسني حكومت په يو كال ترسره كېدو خاص كسانو لپاره د صحت سهولت پروګرام په اجراء د لوي څښتن مننه كوٶ٬ دا پروګرام خاص كسانو لپاره ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل وزيرا??ظم عمران خان د عام وګړي آسانۍ پلو خاص پام ګرځولې دې او دا اقدام هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل نادرا سره د دوه لكه رجسټرډ كسانو له علاوه غير رجسټرډ خاص كسان هم صحت سهولت پروګرام څخه مستفيد كېدې شي٬ وزيرا??ظم عمران خان د معاشي ستونزو باوجود احساس پروګرام لپاره 200 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ ده ووئيل د 48 ضلعو د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكې ټولې كورنۍ د صحت سهولت كارډ د لارې درملنه كولې شي٬ د تھرپارکر ټولې كورنيو ته د صحت سهولت کارډ آسانۍ ترلاسه دي۔ ده ووئيل مونږ د صحت خدمت د هر وګړي بنيادي حق ګڼو۔ په دې موقع ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل معذوره كسانو لپاره په سركاري ملازمت كښې په دوه فيصده كوټه په سختۍ سره عملدرآمد كېږي۔ دې ووئيل خاص كسانو لپاره په سركاري ودانيو كښې يوه فيصد كوټه بېلا كړې شوې ده٬ وزيرا??ظم د احساس پروګرام د پنځو نكاتو منظوري وركړې ده٬ د پروګرام له مخې به په راتلونكو څلور كلونو كښې يو كروړ كسانو ته سماجي تحفظ وركولې شي او 38 لکھ كسانو ته به د روزګار موقعې وركولې شي٬ يو كروړ كورنيو ته به صحت سهولت کارډز وركولې شي ٬ د احساس پروګرام له مخې به 5 لكه زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركولې شي او دغسې 60 لكه مېرمنو لپاره به د پالنې پروګرام پېل كولې شي۔په دې مهال د وزیرا??ظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر ووئيل معذوره كسانو له صحت سهولت کارډ جارې كول د احساس پروګرام يوه برخه ده، 34 وفاقی وزارتونو او د وفاقی اکائیو په اړه ههم ذمه وارۍ احساس پروګرام ته سپارلې شوي۔ دې ووئيل د خاص كسانو لپاره سرکاری نوكرو كښې دوه فیصده ، سرکاری استوګنو كښې يو فیصد، نوي پاکستان هاؤسنګ پراجیکټ كښې دوه فیصده كوټه بيله كړې شوي او وزیرا??ظم په دې په سختۍ سره د عملدرآمد کولو سپارښتنه كړي۔ دې ووئيل د خاص كسانو سماجی تحفظ لپاره قانون سازی هم كېږي۔ دې ووئيل احساس پروگرام په فهرست كښې 115 فلاحی خذمات يواځې د خاص كسانو ، ټولنې كمزورو طبقو لپاره دي۔ دې ووئيل په دې اړه مسودہ به په وړومبي ځل عوامی مشاورت لپاره په يو څو ورځو كښې په ویب پاڼه واچولې شي۔ دې ووئيل د تولنې كمزورو طبقو ته په پام لرنه كولو د وزیرا??ظم مننه كوم۔
وزیراعظم عمران خان خاص كسانو لپاره صحت سهولت کارډ جاري كولو دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر