اسلام آباد 21 اپريل (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي يونيورسل هيلتھ كوريج سره به لرې پرتو سيمو كښې روغتونونه جوړ شي، د صحت څانګه كښې به انقلاب راشي، د حكومتونو اصل كار د اولس خذمت كول دي،خېبر پښتونخوا وړومبۍ صوبه ده كومي چې ټولو وګړو له هيلتھ كارډ وركړے،پنجاب كښې به سږ كال تر آخر دا كار بشپړ شي،ګلګت بلتستان كښې به هم دا آساڼۍ وركولې شي،په نورو صوبو به د اولس فشار زيات شي او هغوي به هم هيلتھ كوريج په وركولو مجبور شي۔د شورو په ورځ پېښور كښې خېبر ټيچنګ هسپتال كښې د نوي بلاك پرانستي دستوري ته وينا كښې وزيراعظم ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت د صحت څانګه كښې ښه اهداف سر كړي،وزيراعلي محمود خان او تير كے پي كے حكومت له په دې مباركي وركوم۔ده ووئيل چرته چې وسائل محدود وي او لويه برخه د قرض په قسطونو وركړے كيږي،هلته يونيورسل هيلتھ كارډ زيات اهميت لرونكے اقدام دے۔ د حكومت اصل كار د وګړو خذمت كول دي،تر ټولو زيات ضرورت د صحت دے ۔ده ووئېل خېبر پښتونخوا وړومبۍ صوبه ده كومي چې ټولو وګړو له صحت كارډ وركړے،دا ډير لوي كار دے۔ده ووئيل څومره كسان د ناروغۍ درملنه د روپو نه لرلو په وجه روغتون كښې نه شي كولې او په دې مهال رنځ زياتيږي بيا هم قرض اخستل يا جمع كړې روپۍ ختمې شي او وګري خفګان سره مخ شي خو اوس به داسې نه كيږي اوس به وګړي د خپلو رنځونو درملنه پخپل صحت كارډ ويړيا كولې شي،دا يواځي هيلتھ كارډ نه بلكه يو پورا سسټم دے ۔ده ووئېل دې سره به لرې پرتو سيمو كښې هيلتھ څانګه كښې بدلون راشي،دې سره به هلته روغتونونه جوړ شي،سركاري روغتونونو كښې به ښه والي راشي۔د جزا او سزا نظام به جوړ شي۔هيلتھ كارډ په وجه به اوس ډاكټران په كلي والو سيمو كښې هم خذمات ترسره كوي۔ ده ووئېل پخوا به ډاكټرانو لويو ښارونو ته ترجيح وركوله۔ ده ووئيل تھرپاركر كښې وفاقي حكومت د هيلتھ كارډ آسانۍ وركړي
يونيورسل هيلتھ كوريج سره به لرې پرتو سيمو كښې روغتونونه جوړ شي، د صحت څانګه كښې به بدلون راشي، د حكومتونو اصل كار د اولس خذمت كول دي،وزير اعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : números dupla sena