اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي ځوانان او په خاص توګه ماشومان د آن لائن غېر اخلاقي موادو څخه د ساتلو ضرورت دے٬د جديد ټېكنالوجۍ په دور كښې د نوې نسل كردار سازي ډېره مهمه ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په هېواد كښې د فحش وېب پاڼو بلاك كولو په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔وزيراعظم ووئيل دجديدې ټېكنالوجۍ په دور كښې د نوې نسل كردار سازي ډېره مهمه ده٬د جديدې ټېكنالوجۍ آلاتو او د تهري جي او فور جي انټرنېټ خپرېدو د خلكو هر ډول موادو ته رسنه ممكن كړې۔ده ووئيل مونږ ته ځوانان او په خاص توګه ماشومان د آن لائن غېر اخلاقي موادو څخه د ساتلو ضرورت دے۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې دوي د آن لائن موادو موثر ګيټ كيپنګ باوري كړي چې دغسې معصوم دماغ د آن لائن غېر اخلاقي او فحش موادو د اثر څخه وساتلے شي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم ته ووئيل شول د موادو د ترسيل نېټ وركس(سي ډي اېن)په خاص توګه د كلاؤډ فيئر٬د انټرنېټ ټريفك د ټول شيئر 1-2 فيصد برخه لري٬هغوي ته د فحش موادو وړاندې كولو شكايات شوي٬نور سي ډي اېن د خپلو پالېسو له مخې فحش مواد نه وړاندې كوي۔پي ټي اے ته د خپل ويئر هاؤس منيجمنټ سسټم(ډبليو اېم اېس)د استعداد زياتولو هم ضرورت دے۔غونډې ته ووئيل شول پي ټي اے په دې لړ كښې د پروژې په فزيبلټي كار كوي۔د دې نفاذ به په دوو مياشتو كښې ممكن شي۔په غونډه كښې پروفيسر ډاكټر عطاﺀ الرحمان٬د نياټيل چيئرمېن راشد خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو
ځوانان په خاص توګه ماشومان د انلائن غېر اخلاقي موادو څخه د ساتلو ضرورت دے٬د جديد ټېكنالوجۍ په دور كښې د نوې نسل كردار سازي ډېره مهمه ده۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد