كراچې 19فروری (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف سېكرټري جنرل او وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې په سندھ كښې د 14 كلونو څخه د راج كوونكي پيپلز ګوند كاركردګي صفر ده، د سندھ پرمختګ لپاره وفاقي حكومت خپل آئيني اختيارات كارولو سره هڅې كوي، په كراچې كښې د پرمختيائي چارو ذمه واري صوبائي حكومت لري، خو ذمه واري ئې وفاق پورته كړې ځكه د كراچې اولس لپاره لوئې پروژې پېل كړې شوې دي. ده دا خبرې په انصاف هاٶنس كښې د پي ټي آئي د مهمې غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د سندھ په اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ، پارلماني لارښود خرم شېرزمان، د پي ټي آئي كراچې صدر بلال غفار، سعيد آفريدي او نورو هم ګډون وكړو. په غونډه كښې د ګهوټكي كراچې مارچ په اړه لائحه تياره كړې شوه او د غړو لخوا د سندھ حقوق مارچ په اړه په بېلا بېلو تجويزونو هم غور وكړے شو. وفاقي وزير اسد عمر د سندھ پشمول د كراچې ريجن د تنظيم نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړه. په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې د بلاول زرداري لانګ مارچ خپلو كاركنانو سره هم دوكه ده، د بلاول زرداري لانګ مارچ به په ناكام مارچ بدل شي.
په سندھ كښې د 14 كلونو څخه د راج كوونكي پيپلز ګوند كاركردګي صفر ده. اسد عمر
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم