اسلام آباد ۔ 3 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې پاكستان بحرېن خپل نزدې ملګرے او د باور وړ شراكت دار ګڼي۔ زمونږ دوه اړخيزه اړيكې په شريك تاريخ ٬ كلتوري خپلولې او اولسي رابطو اډانه دي۔ دا خبره ده د بحرېن د نېشنل ګارډ كمانډر لېفټېننټ جنرال شېخ محمد بن عيسی بن سلمان الخليفه سره د نهې په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ??كړه۔ وزیراعظم ووئيل چې پاكستان بحرېن سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د كال 2014ﺀ مارچ كښې د شاه حمد بن عيسی الخليفه د پاكستان دوره ډېره يادګاري وه كومې سره چې د دوه اړخيزه مرستې نوې لارې پرانستلې شوې دي۔ وزیراعظم ووئيل چې بحرېن كښې ??اكس??ان?? ورورولي د دواړو هېوادونو ترمينځھ د يو پل كردار ترسره كوي او د پاكستان او بحرېن په پرمختګ او سوكالۍ كښې ??هم كردار ترسره كوي۔ د نېشنل ګارډ كمانډر په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه كولو سره ده ته د بحرېن شاه حمد بن عيسی الخليفه لخوا د نېكو هيلو پېغام وركړو۔ ده ووئيل پاكستان او بحرېن ورونړا هېوادونه دي او د نزدې اقتصادي او تجارتي رابطو ودې سره به دا اړيكې لا مضبوطې شي۔ وزیراعظم پاکستان لپاره د كنګ حمد نرسنګ پوهنتون په ډالۍ د شاه حمد بن عېسی مننه وكړه۔ ده د دې منصوبې بنياد اېښودلو لپاره د پاكستان په دوره كولو مننه وكړه۔ لیفټیننټ جنرل شیخ محمد بن عیسیٰ ووئيل ??شت??كه وزارتي كمېشن لپاره د ??شت??كه اقتصادي كونسل مجوزه اپ ګریډیشن د دوه اړخيزه رابطو ودې له مثبت پېشرفت دې۔ ده ووئيل د جنورۍ 2017 په درېمه اونۍ كښې به د پاكستان نيول چيف د بحرېن دوره د دوه اړخيزه مرستې پراختيا له ډېره مهمه وي
پاكستان بحرېن خپل نزدې ملګرے او د باور وړ شراكت دار ګڼي
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال