اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) اولسمشر ممنون حسېن د تركيه د زمكيز پوځ مشړ جنرال صالح ذکي چولاك ته د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې اعلٰې پوځي اعزاز نشان امتياز (ملټري) وركړو۔ جنرال ذكي ته دا اعز??ز د پاكستان تركيې ځواكونو ترمېنځه مرستې زياتولو له په غېر معمولي خدماتو وركړې شوې۔ په دستوره كښې د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف ٬ د دفاع سېكتر ٬ پاكستان كښې د تركيې سفير صاد?? ګرګن نه علاوه نورو چارواكو هم ګډون وكړو۔ خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل دواړه هېوادونه د ملګرتيا نزدې اړيك?? لري او پاكستان او تركيه خپلو اړيكې په دفاعي څانګه كښې د لا قوي كولو خواهش لري۔ په دې موقع جنرال ذكي ووئيل پاكستان او تركيه تاريخي اړيكي لري۔ ده ووئي?? د ??ركيه اولس به د جنګ آزادۍ په مهال د نيمې وچې د مسلمانانو مرسته تل ياد ساتي۔ جنرال صالح ذکي د اولس مشر او پاكستان حكومت مننه كولو سره ووئيل ما له د اعزاز خبره ده چې پاكستان ماته نشان امتياز ملټري راكړو۔ ده د دې هيلې هم څرګندونه وكړه چې سباٶن كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه نوې لارې ولټولې شي او دواړه هېوادونه به په ګډه د ترهه ګرۍ ٬ كډوالو او د پولو سلامتيا په مسئلو قابو ومومي
د نشان امتياز وركولو دستوره كښې سرلښكر ٬ دفاعي سېكتر ٬ د تركيې سفير او نورو چارواكو ګډون وكړو
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز