اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن ته پاکستان ??ښې په ځائ كړې شوو د 7 هيوادونو سفیرانو خپل سفارتی سندونه وړاندې كړې دي ۔ د شورو پھ ورځ ایوان صدر كښې په يوه دستوره كښې د یمن، کویت، رومانیه، مالی، کولمبیا، موریطانیه او البانیه سفیرانو خپل سندونه وړاندې كړل۔دې نه وړاندې د ټولو هيوادونو غوره شوي سفیران جلا جلا د ایوان صدر مرکزی دروازې ته راغلل چرته چې هغوي ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ په دې مهال د اړوندو هيوادونو او د پاکستان ??امی سرودونه وغږولې شول۔دې نه پس سفيرانو د اولس مشر سره جلا جلا ملاقات وكړو۔ په دې مهال اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان ??ولو هيوادونو سره د ملګر??يا اړېكې غواړي ، په خاص توګه سيمه كښې امن او پرمختګ له د ګاونډيانو سره د ملګر??يا اړيكې زياتې مهمې دي۔ده ووئيل سيمه كښې امن او استحکام له به ټولو له كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل پاکستان ??ښې د سرمایه کارۍ ښې موخې شته بايد سرمايه كالر دې څخه ګټه پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل ضرب عضب عمليات په کامیابۍ سره روان دي او تر آخری ترهه ګر ختمولو به دا عمليات روان ??ي۔ اولس مشر پاکستان ??ښې په ځائ شوو سفیرانو له مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې دوي به د خپلو هيوادونو سره د پاکستان اړيكې لا قوي كړي ۔ سندونو وړاندې كوونكو كښې د یمن سفیر محمد موتهر السابی، د کویت سفير نصر عبدالرحمٰن جاثر ال مهوتهری، د رومانیه سفير نکولاګویا، ?? مالی سفير بوبکر ګورو دیال، د کولمبیا سفير جوهان الفریډو پینټو سویډرا، ?? موریطانیه سفير سیدی محمد لګطاف او د البانیه سفير جینټی ګیزیلی شامل دي
اولس مشر ممنون حسېن ته د 7 هيوادونو سفيرانو سفارتی سندونه وړاندې كړه
مضمون کا ماخذ : ریل رش