اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي كوم کېس كښې چې شهباز شریف نيولې شوې په هغې كښې د پی ټی آئی هيڅ کردار نشته٬ د بده مرغه احتساب له اوس د سیاسی انتقام نامه وركړې كېږي، سېنېټ كښې د هغه ??ه نيولو ما خپل موقف وړندې كړې ، بايد هېواد كښې په احتساب خبره وكړې شي، هند عمر له د خبرو اترو څخه په شا شوې۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير ووئيل كوم کېس كښې چې شهباز شریف نيولې شوې هغې كښې د پی ټی آئی هيڅ کردار نشته، د شهباز شریف په ضد مونږ کېس نه دې جوړ كړې، تير وخت كښې ادارې د سیاسی مقاصدو لپاره استعمال کړې شوي، پارلمان كښې به په دې مسئله خبره كولې شي، د دې کېس دواړه اړخه به اولس او ميډيا ته په ډاګه كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل بايد هېواد كښې د ټولو احتساب وكړې شي، او مخالفه ډله د حکومت نکته نظر هم واوري۔ ده ووئيل هند عمر له د خبرو اترو څخه په شا كېږي، بی جے پی ته ټولټاكنو كښې خپل كردار په نظر راځي، د نړۍ د بيلو هېوادونو خارجه وزيرانو خبرو اترو كښې پیشرفت ستائلې وؤ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل زلمے خلیل زاد د امریکائي پلاوي سره راغلې ؤ، مونږ به بيا هم د هغه ??ركلې كوو، د هغه ??کته نظر به اوريدلې شي?? ده ووئېل افغانستان ??ره چارې د 17 كالو قصه ده، اوباما انتظامیې او د امریکې اولس مشر ټرمپ هم د افغانستان په چارو نظرثانی کړې او خبرو اترو كښې زمونږ موقف ستائلې شوې۔ ده ووئيل نړۍ منلې چې د افغانستان ?? معاملې لار يوازې خبرې اترې دي۔ وفاقی وزیر ووئيل په كومه ژبه چې د پاکستان ??ولس پوهېږي په هغې كښې ما خپل موقف وړندې كړې، ما امريكې ته وئيلي چې هند د دوه ځائيز معیار عملی ثبوت وركوې ، د هند او روس لوظنامې څڅه وړاندې ما دغه خبره امریکې ته رسولې وه
په كوم کېس كښې چې شهباز شریف نيولې شوې په هغې كښې پی ټی آئی هيڅ کردار نه لري
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis