اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي چې كوم كسان چې د 26م آئینی بدلون مخالفت کوي هغوي ته د لندن او کراچۍ څخه اشارې كيږي ‘ د اپوزیشن په ایوان كښې موجود غړي ګوډاګي دي ‘ هغوي د سپیکر سره لوظنامه كولو نه پس هغې څخه په شا شوي ‘ عمران خان د خپل منشور له مخې بدلون راوړلو سره اولس سره شوي لوظ ترسره كوي۔ د زيارت پھ ورځ قومی اسمبلۍ كښې په بل د خيالاتو څرګندونې سره ده ووئيل تيره ورځ سپیکر چیمبر كښې پرېكړه شوې وه چې د اپوزیشن دوه كسان به خبره كوي يو به د حكومت د اړخه خبره كوي ‘ بيرته ايوان ته راتللو سره لندن او رائے ونډ څخه فون کالز ترلاسه شوي چې ستاسو څنګه جرات چې داسې لوظنامه مو وكړه۔ مرتضیٰ جاوید او سجاد اعوان د خپلې استعفاګانې وركولو سره په شا شوي۔ شازیه مري غل غل پوسټر جوړولو سره (ن) لیګ غړو له وركړي۔ دا د قائد نه تر کارکن د غلو ګوند دے۔ د 26م آئینی بدلون د پاکستان د آئیني ډهانچې لپاره دے۔ دوي ته څه معلومه ده چې آئین څه دے۔ ده ووئيل دوي د آئینی ترمیم علم نه لري۔ دوي ته د لندن او كراچۍ خخه اشارې كيږي ده ووئيل تير سېنېټ ټاكنو كښې مونږ 20 ایم پی ایز د ګوند څخه وېستلي۔ كوم بل ليډر كښې داسي جرات شته۔ صادق سنجرانی په حق كښې ووټ وركونكې د يو كاركن په ضد هم كاروائي نه ده شوې
د 26م آئینی بدلون مخالفت كونكو ته د لندن او کراچۍ څخه اشارې كيږي ‘ د سائنس او ټیکنالوجی وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن قومی اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria