اسلام آباد 17 دسمبر(اے پی پی) وفاقي وزير اسد عمر سره د جمعې په ورځ د اسلامك ډوېلپمنټ بېنك صدر او د آئي اېس ډي بي ګروپ چيئرمېن ډاكټر محمد سليمان الجاسر سره د خپل پلاوي ليدلې دي۔په غونډه كښې د پلاننګ سېكرټري عبدالعزيز عقليي٬چيف اكنامسټ ډاكټر ممد احمد زبير او سينئر چارواكو ګډون كولو ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر هركلے كړے او هغه ته يې د جولائي 2021 څخه د پېل كېدونكې پنځه كلونو لپاره د آئي اېس ډي بي د صدر په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔ډاكټر محمد الجاسر ووئيل بېنك ګروب د شخړو ځپليو هېوادونو كښې لكه فلسطين٬يمن٬سوريه او عراق كښې د انساني مرستې وركولو تجربه لري۔بېنك به خپل ټول اداره جاتي اصلاحات يوځاې كړي دغسې چې د افغانستان د خلكو د اوږدې مودې ستونزو كمولو سره سره د آئي اېس ډي بي د غړو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ هيلې ترسره كړې شي۔الجاسر په پاكستان كښې په پراخه پېمانه د سماجي او اقتصادي پروګرامونو په ملاتړ كښې د آئي اېس ډي بي په كردار هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په خاص توګه د آئي اېس ډي بي بورډ آف ايګزېكټو ډائرېكټرز لخوا د دسمبر په 18مه نېټه كال 2021 د مومند بند او هائيډرو پاور پروژو لپاره د 180 ملين امريكائې ډالرو منظوري متوقع ده او بېنك د وړاندې څخه په پاكستان كښې د كووېډ ويكسين سپورټ لپاره د آئي اېس ډي بي له مخې د 72.5 ملين امريكائي ډالرو منظوري وركړې۔وفاقي وزير اسد عمر آئي اېس ډي بي ته خواست وكړو چې په پاكستان ګښې د بېنك د اوږدې مودې فنانس آپرېشنز د ګارنټي سټركچر د لارې سپورټ كړي۔۔دغسې الجاسر د پاكستان حكومت د هغې اقدام هركلے وكړو او د ٣ رولنګ ګروت اسټريټجي نفاذ له ئې د مرستې باور وركړو۔
وفاقي وزير اسد عمر سره د اسلامك ډوېلپمنټ بېنك صدر او د آئي اېس ډي بي ګروپ چيئرمېن ډاكټر محمد سليمان الجاسر سره د پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر